شنبه , 21 سپتمبر 2024

اګویرو د ګولونو په هټریک خپله مانچسټر سیټي لوبډله بریا ته ورسوله

اګویرو د فوټبال پریمیر لیګ سیالیو کې په درې ګولونو وهلو سره خپله مانچسټر سیټي لوبډله د ارسنال پر وړاندې بریا ته ورسوله.

دې لوبه کې اګویرو د مانچسټر په ګټه درې ګولونه ووهل، خو بل کوم لوبغاړي ګول ترسره نه شو کړای.

نوموړي لومړی ګول د لوبې له پیل سره سم په لومړۍ دقیقه کې وکړ، دویم یې په ۴۴مه او دریم ګول یې په ۶۶مه دقیقه کې وواهه.

ارسنال لوبډلې ته په ۱۱مه دقیقه کې کوسنلي یو ګول وکړ.

دا لوبه درې د یو په پایلې سره د مانچسټر سیټي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.

د همدې سیالیو په بله لوبه کې مانچسټر یونایټیډ لوبډلې لیسیسټر سیټي ته یو صفر ماتې ورکړه.

نصرت الله عمرزی