سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه او لوب لړۍ یې وګټله.
دویمه لوبه کې افریقا لوبډلې پاکستان ته د درې لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ.
پاکستان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۱ منډې وکړې او لوبه یې د ۷ منډو په توپیر وبایلله.
افریقا ته یې لوبډلمشر ډیویډ میلر ۶۵ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه شل اوریزه لوبه به د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.
نصرت الله عمرزی