د بالیووډ اداکاره سونم کپور د اکشي کومار سره په (پډمن) فلم کې ګډ کار کوي. فلم کې بله اداکاره ردیکا اپټي هم کار کوي.
فلم د یو هندي تاجر په ژوند جوړیږي.
۳۱ کلنه سونم کپور وايي، خوشاله ده، چې په دومره مهمه پروژه کې کار کوي.
د سونم کپور او اکشي کومار دا دوهم فلم دې، چې په ګډه يې جوړوي. دوې په ۲۰۱۱ کې د (تینک یو) په فلم کې کار کړی و.
اکشي کومار د هندي سینما یو له هغه اکټرانو څخه دې، چې په کم وخت ډیر فلمونه جوړوي. تازه اکشي په جولي ایل ایل بی۲ کې کار کړی.
سونم کپور هم د یوې سینمايي کورنۍ وتلې غړې ده، چې ډیر کله د فلمونو تر څنګ د غریبو د لاس نیوې لپاره هم ځینې پروګرامونه په لار اچوي.
ددې فلم د خپریدو وروستۍ نیټه لا نه ده ټاکل شوې.