۲۰۱۶ کال پای ته په رسیدو دی. انډیا کې ټویټر شبکې د کال غوره ټویټونه خپاره کړي.
د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د ۵۰۰ ګون او زرګون نوټونو د نه چلښت په اړه ټویټ تر ډیرو زیات لایکونه او ريټويټونه اخیستې چې له ۶.۵ لکو اوړي.
خو؛ د ویرات کولي ټویټ چې د انوشکا شرما په ملاتړ يې کړی، د ۲۰۱۶ کال طلايي تویټ کڼل شوی.
ویرات کولي هغه خلکو ته چې په انوشکا پسې لګیا دي، لیکي:
)) ودې شرمیږي هغوی چې په انوشکا پسې په مسلسل ډول لګیا دي. لږ ځان خبر کړئ! انوشکا تل ماته مثبت افکار پیچکاري کړي دي.))
د یادونې ده، چې د ویرات کولي او انوشکا اړیکې که پخوا یو څه خراب شوې وې، اوس تر بل هر وخت ښې دي.