ټاکل شوې، چې د باليووډ د وتلي اداکار اجي دیوګن فلم ((شيوای)) د هندوستان سربیره د نړۍ په ۶۰ هيوادونو کې په يو دم خپور شي.
په فلم کې يوې کوچنۍ برتانوۍ ماشومې ابيګيل ايميز هم کار کړی.
فلم د هندوانو د اختر په ورځ (ديوالي) چې د اکتوبر د ۳۰ مې سره سمون خوري خپریږي.
د هند سربيره ((شیوای)) به د اروپا، لاتیني او جنوبي امریکا هیوادونو، لکه جرمني، ايټالیا، فرانسه، استرلیا، سویس، ډنمارک او چلي کې خپور شي.
د یادونې ده، چې شيوای فلم ته د اجي دیوګن ډير مينوال په تمه دي.