د هندي سینما وتلي ستوري شارخ خان د بمبي ټایمز سره په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې دی د نړۍ تر ټولو غوره رومانتیک هیرو دی.
شارخ خان په خپل راتلونکي فلم (ډيير زندګي) کې، چې ډیر ژر به خپور شي، د مینې او ژوند په اړه پیغام لري.
نوموړی د مينې په اړه وايي: ((تاسې د تلپاتې مينې زيمه داري نه شئ کولای. مينه بدلون مومي.))
شارخ خان وړاندې په خبرو کې وويل چې دې، د نړۍ تر ټولو غوره رومانتيک هيرو دی. نوموړی زیاتوي: ((زه د مینې درس ته ضرورت نه لرم اما زه پوهیږم، چې څنګه چاته مينه ورکړم.))