دوشنبه , 1 جولای 2024

کهاني ۲: ويدیا بالن قاتله ده که مور!؟

د هندي سینما د فلمونو په دې ګرم او سیال بازار کې د بالیووډ د وتلې ادکارې ويديابالن د راروان فلم (کهاني ۲) ټریلیر خپور شوی، چې ګڼ خلک يې ګوته په غاښ پریښي!

د ليدونکو سره د ټریلیر له ليدو وروسته دا پوښتنه پیدا شوې، چې ايا په (کهاني ۲) فلم کې ويدیا يوه مور ده او که قاتله؟!

ځينې انګیري، چې ويدیابالن د يوې زړسواندې مور په څير په خپلې کوچنۍ لور پسې، چې نامعلومو کسانو تښتولې، ګرځي.

ځینې نور بیا وايي، چې نه؛ په فلم کې همدا ښځه د خپلې لور د تښتولو او د هغې د وژلو باعث کیږي.

فلم په خپل ځان کې ګڼ حالتونه، اړيکې او خلک رانغاړي چې په اړه يې واضح څرګندونه له وخته مخکې خبره ده.

د فلم ليکوال او ډاریکټر سجوی ګوش وايي، چې فلم په مختلف النوعه اړيکو راګرځي. هغه وايي، که زه يې په اړه ډیر څه ووايم، نو کیسه يې روښانه کيږي.

ویدیابالن هم په خپلو خبرو کې ويلي، چې دا کلونه وروسته لومړی فلم دی، چې پکې مختلف کرکټرونه (رولونه) ادا کوي.

کهاني ۲ فلم به د راروانې ډیسمبر مياشتې په دوهمه نيټه خپور شي.