د بنګله دېش پریمیر لیګ کرکټ سیالیو کې کومېلاویکټورینز لوبډلې په لومړۍ نیمه پای لوبه کې رانګپور رایډرز ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه او پای لوبې ته ووته.
رانګپور لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۶ منډو هدف ورکړ.
کومېلا لوبډلې د ایوین لیویز په ښې توپ وهنې سره یاد هدف د دوه لوبغاړو په زیان ۱۹م اور کې پوره کړ او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله.
ایوین لیویز ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
رانګپور رایډرز لوبډله په دویمه نیمه پای لوبه کې یو ځل بیا سبا چهارشنبه ۵ بجې د ډاکا ډینامیټس لوبډلې سره مخ شي او ګټونکې لوبډله به یې د جمعې په ماښام پنځه نیمې بجې له کومېلا ویکټورینز لوبډلې سره پای لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
نصرت الله عمرزی