شنبه , 21 سپتمبر 2024

کرکټ: ډاکا لوبډلې رانګپور ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته ووته

د بنګله دېش پریمیر لیګ کرکټ سیالیو کې ډاکا ډینامیټس لوبډلې رانګپور رایډرس ته په دویمه نیمه پای لوبه کې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه او یاد سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د رانګپور ټول لوبغاړي په شلم اور کې اوټ شول او ډاکا ته یې د ۱۴۳ منډو هدف ورکړ.

ډاکا لوبډلې ۱۷م اور کې یاد هدف د ۵ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او پای لوبې ته ووته.

رانګپور لوبډلې په لومړۍ نیمه پای لوبه کې له کومېلا ویکټورینز څخه هم ماتې خوړلې وه او له پای لوبې پاتې شوې وه.

ټاکل شوې د یادو سیالیو پای لوبه د کومېلا او ډاکا لوبډلو ترمنځ جمعه ماښام ۵ نیمې بجې پیل شي.

نصرت الله عمرزی