شنبه , 21 سپتمبر 2024

کرکټ: سویلي افریقا له پاکستان څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله

سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه او لوب لړۍ یې وګټله.

دویمه لوبه کې افریقا لوبډلې پاکستان ته د درې لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ.

پاکستان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۱ منډې وکړې او لوبه یې د ۷ منډو په توپیر وبایلله.

افریقا ته یې لوبډلمشر ډیویډ میلر ۶۵ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه شل اوریزه لوبه به د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

نصرت الله عمرزی