شنبه , 21 سپتمبر 2024

کرکټ: رانګپور او کومېلا لوبډلې نیمه پای لوبې ته ووتې

د بنګله دېش پریمیر لیګ کرکټ سیالیو کې دوه لوبډلې رانګپور رایډرس او کومېلا ویکټورینز لوبډلو په زیاتو بریاوو سره نیمه پای لوبې ته ووتې.

په یاد لیګ کې، چې د جنوري له پنځمې نېټې د ۷ لوبډلو ترمنځ پیل شوی وو د فیبروري په ۸مه نېټه به پای ته ورسیږي.

له اوو لوبډلو څخه یې درې لوبډلې له سیالیو بهر شوي او پاتې ۴ پای لوبې ته د وتلو چانس لري.

نن د بنګله دېش پریمیر لیګ کې سیالۍ نه ترسره کیږي، خو سبا دوشنبه ۱۲ بجې به چیتاګانګ ویکینګز لوبډله د ډاکا ډینامیټس لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي، چې ګټونکې لوبډله به یې نیمه پای لوبې ته لار پیدا کوي او بایلونکې لوبډله به یې له سیالیو بهر کیږي.

سبا پنځه بجې به رانګپوره رایډرس لوبډله له کومېلا ویکټورینز سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، چې ګټونکې لوبډله به یې پای لوبې ته لار مومي او بایلونکې لوبډله یې بیا هم چانس لري، چې په دویمه نیمه پای لوبه کې به له ډاکا او یا هم چیتاګانګ لوبډلو څخه یې یوې لوبډلې سره مخ کیږي.

د دې سیالیو دویمه نیمه پای لوبه د راتلونکې چهار شنبې او پای لوبه به یې د جمعې په ورځ ترسره شي.

نصرت الله عمرزی