پنجشنبه , 4 جولای 2024

پینک فلم پولیسو ته د زده کړې په موخه ښودل کیږي

د بالیووډ د شهنشاه امیتاب بچن وروستى فلم، پینک د هندوستان په ځینو سیمو کې د پولیسو ته د تدریس؛ او دا چې د ښځو په وړاندې پرتو ستونزو ته متوجه اوسئ ښیئ.

تازه د هندوستان د راجستان ایالت د 33 ولسواليو پولیسو ته امر شوی، چې د یاد فلم لیدو ته زمینه برابره کړي او نوموړى فلم وګوري.

پولیسو ته د فلم د ښودلو موخه داده چې په خپلو سیمو کې د ښځو په وړاندې پیښیدونکو ستونزو ته متوجه اوسي او په وخت اقدام وکړي.

فلم د جنسي ځورونې د مخنیوي، د ښځو د حقوقو او د جنډر مساوات پیغام لري.