د هندي سینما د شاهنشاه امیتاب بچن فلم (پینک) په نیویارک کې د م.م په مرکز کې نندارې ته وړاندې کیږي.
د فلم ډاریکټر وايي، چې د فلم د نندارې د دقیقې نیټې په اړه پوره مالومات لا په واک نه لري، اما ډير ژر به د خوشالۍ څخه دا ډک خبر ولري.
د فلم ډاریکټر وايي، چې دی او د فلم پروډیسر به هم د فلم د نندارې په مهال دعلته حاضر وي.
امیتاب بچن په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې د فلم نندارې ته د وړاندې کیدو غوښتنه د ملګرو ملتونو مرستیال منشي کړې.
پینک فلم چې میرمنو په ځواکمنتیا راڅرخي د ملګرو ملتونو ((د ښځو خوندیتوب او مساوات)) د پالیسې سره برابر دی.
پینک سره له دې، چې په ډهلې کې په یوه پیښه راڅرخي، ولې پټه دې پاتې نه وي چې په ګرده نړۍ کې هم ميلان لري.