دوشنبه , 1 جولای 2024

پریينکا د نويو استعدادنو د روزلو لپاره کار کوي

د هندي سینما وتلې ادکاره پرینکا چوپړا وايي، چې د خپل پرډوکشن هاوز (د فلمونو د توليد کور) په مرسته به په هندي سینما کې ځوان استعدادونه پیدا کړي او د هغوې د روزلو او ځلولو لپاره به کار کوي.

پرینکا چوپړا په خپله وروستۍ مرکه کې وويل: ((دلته ګڼ خلک دي، چې ممبي ته د يوې لوې هيلې او ارمان سره راځي؛ مګر د هغوی هیلې خاورې کیږي، ځکه چې په سينما کې ورته ځای نه ورکول کیږي.))

ددې په وينا چې نوموړې غواړې دې ته بدلون ورکړي.

هغه زیاتوي: ((زه غواړم دې ته بدلون ورکړم؛ زه غواړم چې زما پروډکشن هاوز نوي استعدادونه پیدا کړي او هغوی ته  د کار موقع ورکړي.))

پرینکا چوپړا اوس په نيويارک ده او ډیر ژر به د هاليووډ په يو فلم (بای واچ) کې راڅرګنده شي.