د نړۍ د کرکټ په میدان ځلیدلي هندي لوبغاړي يوراج سنګ او هزيل کيچ د ژوند نوې پړاو پیل شو.
دې جوړې پرون د هند په چاندیګړ کې واده وکړ.
ددوی د واده مراسم په ډیر عنعنوي شکل د سکانو په تکیه ګاه (ګوردواره) کې ترسره شوه.
هزيل اصلا د برتانيي ده چې د یوې ماډلې په توګه له پخوا راهیسې کار کوي. نوموړې تازه تازه د هند سینما او تلیویزونو ته هم لاره پیدا کړې ده.
د واده مينو هم ډیره ساده وه. پنیر، سبزي، وچې وريژې او حلوا د مينو برخه وه.
جوړه له واده وورسته په چاندیګړ کې په خپل نوې کور کې میشته شول.
د هند د کرکټ ټیم په دې واده کې ځکه ګډون ونه کړلی شو، چې هغوې له واده مخکې ممبيي ته تللې ول.