ټاکل شوې، چې د هالیووډ وتلی اداکار وین ډیزل “Vin Diesel”د جنوري په ۱۲ مه د هند ممبي ښار ته راشي.
نوموړی به په ممبي کې دوه ورځې ـ دولسم او دیارلسم د جنوري – د خپل فلم تریپل ایکس xXx: Return of Xander Cage لپاره بازار ولټوي.
یاد فلم کې د هندي سینما یا بالیووډ ښکلې اداکاره ډیپیکا پاډوکون هم لوبیدلې ده.
فلم به په هند کې د جنوري په ۱۴ مه په 3D او 3D lmax پرده خپاره شي. همدا فلم به د جنوري له ۲۰ مې وروسته په 2D هم خپور شي.
ډیپیکا پاډکون ممبي ته د هالیووډ د ستوري وین ډیزل Vin Diesel د راتګ خبر تائید کړی.
په هالیووډ کې د بالیووډ د اداکارانو د لوبیدو بې حده دلچسپي، اوس د دوې تر منځ په یوه سخته سیالۍ بدله شوې.
پرینکا چوپړا او ډيپیکا پاډوکون لا تر اوسه ددې سیالۍ سر لارې دي.