پنجشنبه , 4 جولای 2024

ويدیا بالن ښځو کې ‘اميرخان’ ګڼل کيږي

د هندي سینما دا ښکلې اداکاره په وروستۍ يوه مرکه کې وپوښتل شوه، چې څه احساس کوې، کله تاته خلک ((ښځينه اميرخان)) وايي؟!

دې په ځواب کې وويل: ((زه به هلته اميرخان ځان وبولم، چې فلم مې د هغه د فلم هومره پیسې وګټي.))

دا وايي، چې اميرخان يو تجربه لرونکی او مخکښ اداکار دی او د ډيرو کلونو راهیسې کامياب کار کوي.

ویدیا بالن اوس مهال په خپل یو نوې فلم (کهاني ۲) باندې کار کوي، چې ډیر ژر به خپور شي.