دوشنبه , 1 جولای 2024

ويديا بالن: د واده هيڅ خيال مې هم نه و

د باليووډ وتلې اداکاره ويديابالن وايي، چې واده يې ژوند وربدل کړ.

هغه زياتوي چې وخت داسې هم وه چې دې هيڅ د واده په اړه فکر هم نه کاوه او نه يې هم غوښتل چې واده وکړي.

بالن وايي: «واده تاته تغير درکوي. ما په اول کې د واده په اړه فکر هم نه کاوه، اما د ‘سيدهارت’ سره په ليدو مې خپل فکر بدل کړ.»

ويديا بالن په 2012 کې د باليووډ د فلمونو د پروډيسر سيدهارت راى کپور سره واده وکړ.

د بالن په وينا چې مجردي مطلقه ازادي ده او څه چې غواړې کولاى يې شې، اما له واده وروسته بايد خپلې غوښتنې مشخصې کړې.

ويديا بالن اوس په کهاني 2 فلم کار کوي، چې د ډيسمبر په 2 به خپور شي.