ناظر، هغه چې یو وخت خلک خندول، اوس يې وژړول

د بي بي سي د نوي کور نوي ژوند د ډرامې یو وتلی ممثل وطندوست چې کلونه یې په دې ډرامه کې د ” ناظر“ رول ترسره کاوه، له دې پانې نړۍ سترګې پټې کړې.

 

نوموړې د یکشنبې په ورځ په پېښور کې په خپل کور کې د یوې حادثې له کبله وفات شوی.

 

(وطن دوست) چې اصلي نوم يې مهرعلي و، نژدې ۶۵ کاله وړاندې د کابل په بتخاک کې زیږیدلی و. خو اصلي ټاټوبی یې د ننګرهار د بهسودو ولسوالي وه.

 

وطندوست تراووه کلنى پورې په کابل کې اوسيده اولومړنى ښوونځى يې همدلته ولوست .

وروسته ېې ننگرهارته کډه وکړه اود ننگرهارليسه ېې پاى ته ورسوله .

 

نوموړي د لیسې تر پای ته رسولو وروسته دهمدې ولايت داطلاعاتواوکلتور په مديريت کې مقرر شو .

 

په افغانستان کې دبدلونونو په راتگ سره دده په ژوند کې هم بدلون راغي اوله افغانستان نه ووت . په ېيښورکې ېې واړول او تر ډيره هملته اوسیده.

 

وطندوست ناظر اوږده موده د پښتو موسیقۍ د وتلو سندرغاړو لپاره بیلابیلې خوږې سندرې ولیکلي او یو یاد شاعر و.

 

نوموړې په ۱۹۹۴ م کال کې په پېښور کې د بي بي سي په تعلیمي پروژو کې کار پیل کړ او د نوي کور نوي ژوند د ډرامې د ناظر کرکټر یې لوباوه. دا کرکټر د افغانستان په ګوټ، ګوټ کې مشهور و اوګڼ مینوال یې لرل.

 

د بي بي سي د نوي کور نوي ژوند ډرامې یو پخواني لیکوال اینجنر ستانه میر ذهیر چې اوږده موده یې د ناظر لپاره د ډرامې سکریپټونه لیکلي د وطندوست په اړه وايي:

 

” ناظر چى اصلي نوم يى مهرعلي او تخلص يى وطندوست و ، د ننگرهار د بهسودو اوسيدونكى و . له ډير كلونو را هيسى په پيښور كى اوسيده ، د د ښه شاعر تر څنگ يو ډير ښه ممثل و ، د نوي كور ، نوي ژوند په ډرامه كى يى ، د جبار خان د ناظر رول لوباوه ، ناظر په خپل رول كى دومره موفق و چى اصلا دغه د ناظر په نامه ياديده .

خبر شوم چى په خپل كور كى يى گلانو ته اوبه وركولى ، پښه يى ښويه شوى او په نتيجه كى وفات شوى دى ، الله دې جنتونه په نصيب كړي.“

انا لله وانا الیه راجعون