مکسیکو: د ښکلا ملکه په اور سوځول شوې

د ۲۰۱۵ کال د اجړاګانو د ښايست ملکه پاولیټ په مکسیکو په اور سوځول شوې ده.

د خبرې سرچینو په وینا؛ چې هغه له خپله کوره په یو شخصې کاروبار وتلې وه، خو بیرته راستنه نه شوه.

د پاولیټ کورنۍ او ملګرو په ټولنیزو رسنیو او شبکو کې د هغې د موندلو لپاره پراخ کمپاین پیل کړ، خو موندنه يې له ویره ډکه وه.

لټوونکو د هغې د بدن ځینې برخې د مکسیکو په سلایا کې وموندې چې د ډي ان ای له ټیستونو وورسته جوته شوه چې نوموړې پاولیټ ده. چارواکي وايي، چې نوموړې لومړی په بې رحمۍ سره وژل شوی او بیا په اور د هغې مړ بدن سوځول شوی.

د هغې ملګري وايي، چې پاولیټ یوه زړوره جلۍ وه او له هیڅ چا يې ویره نه کیده. دوی باور نه شي کولای چې هغه دې وژل شوې وي.