دوشنبه , 1 جولای 2024

لوليا: د سلمان خان سره د واده اراده نه لرم

د تير شا او خوا يو کال ګنګوسو او خبرو څخه وروسته چې د رومانيايې جلۍ لوليا او د بالیووډ د وتلي اداکار سلمان خان د مينې په اړه وي؛ اوس تازه لوليا په يوه مرکه د رومانيا یوې خبري سرچينې ته ويلي، چې نوموړې د هندي سینما د سوپر سټار سره د واده خيال نه لري.

د لوليا په باور چې هغه ۶ میاشتې په هند کې اوسيدلې او په دې پوهه شوې، چې د هند د خلکو رسم او رواج، ذهنيت، خلک او حتا هر څه يې بدل دي.

لوليا اوس ۳۶ کلنه ده او په رومانيا کې د تلویزوني پروګرامونو غوره سمبالوونکې ده.

هغه وايي، چې يو ځل يې واده کړی او له هغه خاونده څخه پخوا بيله شوې. له هغې را ورسته يې نه واده کړی او نه هم له چا بيله شوې.

نوموړې زیاتوي، چې غواړي هند ته بيا هم لاړه شي، خو د تفریح په نيت، نه په کوم بل نيت!

د یادونې وړ ده، چې لوليا د سلمان خان راتلونکې فلم ټیوب لايټ ته هم يوه سندره ريکارډ کړې ده.