دوشنبه , 1 جولای 2024

فورس2: بنکاک کې چين جوړوي

د هندي سينما د وتلي لوبغاړي جان ابرايم او سوناکشي را روان فلم فورس2 ټاکل شوی وه، چې يوه مهمه برخه به يې په چين کې جوړه شي. خو د خبرونو له مخې، چې د چين چارواکو ياد فلم ته په دغه هيواد کې د شوټينګ اجازه نه ده ورکړې.

د فلم د ډاريکټر په وينا؛ دا چې په چين کې د ياد فلم شوټينګ د فلم يوه اساسې برخه ده، نو د همدې له امله دوی غواړي، چې د ټايلينډ په بنکاک ښار کې د چين په څير ځاى جوړ کړي.

د نوموړي په وينا، چې د چين چارواکو سره يې څو ځلې د فلم سکريپ يا متن شريک کړ، خو هغوې رد کړ.

فورس 2 د جان ابرايم او سوناکشي اکشن فلم دى، چې اوس مهال يې د شوتينګ زياته برخه تکميل شوې ده.