دوشنبه , 1 جولای 2024

فواد خان پر پاکستانيتوب پښېمانه دی

هغه پاکستاني فلمي ستوري چې په هندي سېنما کې يې لږ هم پښه ټينګه شوې ده، پر پاکستانيانو يې لعنت ويلی او افسوس يې کړی چې ولې خدای پاکستانيان پيدا کړي دي.

همداسې يوه حالت ته اوس مشهور پاکستانی فلمي ستوری فواد خان هم رسېدلی دی.

هغه چې په بالیووډ کې تر ډېره مخکې تللی، په تازه توګه یې ویلي، نه غواړي په پاکستاني فلمونو کې کار وکړي.

په هند کې د هندي سخت دریځو ډلو له قهر وروسته هغه پاکستان ته راغی او پاکستاني فلم جوړوونکیو کمپنیو هم زړه ښه کړ چې ګوندې دی به اوس زړه ښه کړي چې په کوم فلم کې ورسره کار وکړي، خو کله یې چې ورسره اړیکه ونیوله، داسې خبره یې ورته وکړه چې د ټولو خولې وازې پاتې شوې.

فواد خان ویلي، نه غواړي په پاکستاني فلمونو کې کار وکړي او که کوم پاکستانی فلم جوړوونکی خامخا له ده سره کار کول غواړي؛ نو دوه کروړه روپۍ دې ورکړې.

اوس پاکستاني فلم جوړوونکیو په فواد پسې خوله پرانيستې چې ګواکې هغه له وطن سره مینه نه لري او د هند په مینه مست ګرځي.

تر دې وړاندې یوه بل پاکستاني فلمي ستوري علي ظفر هم ویلي و، په پاکستاني فلمونو کې کار کول ورته له خپل شان سره ښه نه ښکاري.