دوشنبه , 1 جولای 2024

عامر خان ولې خفه دی؟

د هندي سېنما وتلی ستوری او په مسټر پرفکټ مشهور ستوری عامر خان د خپل فلم “دنګل” له لاسه په ذهني تشویش اخته شوی، تر دې چې اوس يې سګرېټ څکولو ته مخه کړې.

عامر خان له دې کبله د “دنګل” په اړه په فکر بوخت چې ایا د نورو فلمونو په څېر به یې ښه بازار وکړي او که نه؟
عامر خان په دې فلم کې د پهلوان په توګه راڅرګندېږي او نږدې یو نیم کال یې د دې فلم په عکس بندۍ تېر کړی.

اوس د سګرېټ څکولو له کبله د هغه روغتیا هم خرابه شوې، خو بیا هم له سګرېټ څکولو لاس نه اخلي.