عالیه بټ له څه ډیره ویریږي؟!

د هندي سینما ځوانه اداکاره عالیه بټ چې اوس مهال ډیره په پرمختګ کې روانه ده، وايي، چې یواځينې څیز چې نوموړې ترې ویره لري هغه ناکامي ده!

سره له دې چې عالیه پاتې نه ده راغلې خو هغه وايي، چې لا په څلورم ټولګي کې وم، چې له ناکامۍ ویریدم.

هغه وايي، چې د ښوونځي په مهال یوه مسابقه بایللې او له هغې وروسته يې هیڅ ډول سیالي نه ده بایللې.

نوموړې وايي، چې په ژوند کې له ناکامۍ سخته ډاريږي!