د باليووډ ځوانې اداکارې عاليه بټ د کرن جوهر په اړه ويلې چې هغه يې یو تلپاتې استاد دی.
نوموړې په ۲۰۱۲ کال کې خپل سینمايي فعالیت د کرن جوهر تر لارښوونې لاندې فلم (د کال غوره زده کوونکی) Student of the Year څخه پیل کړ،او اوس هم ښه په بریالیتوب مخکې ځي.
عالیه بټ وايي: ((کرن زما په ژوند کې يو موثر کس دی. په ریښتیا چې د کار زیات اخلاق او سلوک مې له هغه څخه زده کړي. زه د هغه پوروړې یم.))
عاليه بټ تازه د شارخ خان سره په (ډیير زندګي) فلم کې کار کړی، چې تیره اوونۍ خپور شو.