عاليه بټ او ويدیا بالن سره په سیالۍ ده!

د هند د سینما په پرده د هندي فلمونو د سیالي بازار تر بل هر وخت تود دی.

دوه اونۍ وړاندې د وتلي اداکار شارخ خان او عاليه بټ فلم (ډيير زندګي) او ددې اوونۍ په سر کې د ویدیابالن فلم (کهاني ۲) خپاره شول.

د دواړو فلمونو ترمنځ د سیالۍ بازار تود روان دی. ویل کیږي، چې د عاليه بټ فلم (ډيير زندګي) د ویدیابالن د (کهاني۲) فلم لپاره د بازار وړل ګران کړي.

ډییر زندګي فلم تراوسه (ددو هفتو په جریان کې) ټول ټال ۵۶.۷۵ کروړه پیسې ګټلي او د ویدیا بالن فلم (کهاني ۲) بیا په لومړۍ له پیله (ډیسمبر۲) څخه تراوسه یواځې ۱۶.۵ کروړه هندي پیسې ګټلې.