پنجشنبه , 4 جولای 2024

شاهد رفيع: کرن جوهر زما پلار محمد رفیع ته سپکاوی کړی

د ای ديل هې مشکل فلم ډاریکټر او ليکوال، کرن جوهر په فلم کې يوه جمله راوړې، چې پکې راغلې، ((محمد رفيع خو سندرې نه وايي؛ هغه خو لکه ژاړې چې!))

دا فلم دا ډيالوک د انوشکا شرما لخوا رنبير کپور ته ويل کیږي.

اوس د فلم له خپریدو وروسته د محمد رفيع زوی، شاهد رفیع دا د خپل پلار سپکاوی ګڼلی او ويلې یې دي، چې دا کار چې هر چا کړی، احمق دی.

هغه زیاتوي، چې پلار يې په ټولنه کې پوره محبوبيت لري او ډیر خلک ورته احترام لري. دی وايي، چې کرن په دې کار سره زما د پلار سپکاوی وکړ او خپل احمقتوب يې وښود.

شاهد ګواښ وکړ، چې په دې اړه به مسؤلو چارواکو ته هم شکايت وکړي.