دوشنبه , 1 جولای 2024

شارخ خان ځان د ډونلډ ټرمپ سره تشبیه کړ

وروسته له هغې، چې ډونلډ ټرمپ د امريکا د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د نومبر د میاشتې ټاکنې وګټلې؛ نوموړی په نړۍ کې د ډیرو خلکو لپاره د بحث وړ کس وګرځيد.

تازه د هندي سینما پاچا (کینګ) شارخ خان خپل ځان د امريکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ټوکې په ډول تشبيه کړ.

کله چې له نوموړي څخه په (ډيير زندګي Dear Zandgi) فلم کې د عاليه بټ سره د ګډ کار په تړاو پوښتنه وشوه، چې څنګه داسې یو غیرې عادي جوړه سره يوځای کیږي؛ شارخ خان يې په ځواب کې وويل: ((تاسې د ډونلډ ټرمپ میرمن ته وګورئ.))

شارخ خان له دې وړاندې هم ویلي وه، چې خوښیږي يې له خپل ځان څخه دوه لسیزې (۲۰ کاله) کشره اداکارې سره رومانس وکړي.

هغه زیاتوي، که چیرې د فلم کيسه نه زیانمنه کیږي، له ځانه کشرو اداکارانو سره په فلم کې ګډ کار د شرابو د پیالې په څیر خوند لري.