د ۲۰۱۷ کال په راتلو سره تازه شارخ خان په یوه مرکه کې ویلې، چې غواړې د موسیقې یو ګروپ جوړ کړي.
د بالیووډ باچا زیاته کړې، چې څو کاله مخکې يې له هسپانيې څخه دوه سېتاره د ځان او خپل مشر زوی، ارین لپاره راوړي وه.
شارخ زیاتوي، چې د ارین کشر ورور ابرام هم میوزک سره مینه لري.
دې وايي، که زامن يې ورسره ومني، نو د موسیقې یوه ډله به جوړه کړې، چې پکې به خپله دې او د ده دوه ځامن وي.