پنجشنبه , 4 جولای 2024

شارخ خان او سلمان خان په “ټوب لايټ” کې يوځاى کيږي

د خبرونو له مخې د باليووډ خان شارخ خان به د وتلي اداکار سلمان خان سره په توب لايت فلم کې راښکاره شي.

په فلم کې به شارخ خان د لنډ وخت لپاره چې ممکن سندره وي راڅرګند شي.

سلمان خان او شارخ خان کافي ډير وخت کيږي چې د سينما په پرده يوځاى نه دې ليدل شوي.

په توب لايټ کې ددوی يوځاى کيدو ته د ددوې ګڼ شمير مينوال ددوی د انتظار شيبې شماري.

دا داواړه خانان په 2007 کال کې د وروستي ځل لپاره په “اوم شانتى اوم” فلم کې يوځاى وليدل شوه او له هغې وروسته تيرکال په “بيګ باس 9” پروګرام کې يوځاى وليدل شوه.

تر هغې وروسته، په توب لايت فلم کې ددوې يوځاى کيدل، پوره ډير وخت وروسته په لويو پردو ددوی راښکاره کيدل دي.

ټوب لايټ د سلمان خان فلم دى، چې د کبير خان تر لارښوونې لاندې جوړيږي او ټاکل شوې چې د راتلونکي کال په اختر کې خپور شي.