پنجشنبه , 4 جولای 2024

سونم کپور د لوږې ضد مبارزه پيل کړې

د هندې سينما وتلې اداکارې سونم کپور په هند کې د لوږې او قحطۍ په وړاندې مبارزه پيل کړې.

نوموړې له دې وړاندې هم په ځينو مسايلو لکه روغتيا، د ښځو په حقوقو او يو شمير نورو مسايلو خپل غږ پورته کړى و.

اوس يې د “د لوږې په ضد” د مبارزې پونډيشن جوړ کړى، چې پر مټ به يې په اړمنو خلکو مرستې وويشي او نور خلک به هم تشويق کړي چې په ياده برخه کې مرسته او مبارزه وکړي.

سونم وايي: “ډير څه راکول شوي چې اوس يې وخت دې زه يې بيرته ورکړم”.

نوموړې له رسنيو څخه هم غوښتې چې ددې د سټايل او فلمونو پر ځاى دې د نوموړې په دې او ورته فعاليتونو خبرونه او رپوټونه جوړ او خپاره کړي.

سونم کپور د انيل کپور لور ده، چې تر دې مهاله په باليووډ خاص ځاى لري.