دوشنبه , 1 جولای 2024

سونم ته د غوره اداکارې ايوارډ ورکول کیږي

ټاکل شوې، چې د هندي سینما ښکلې اداکارې سونم کپور ته د (اسیا ویژن فلم) جایزه نن د جمعې په ورځ په دوبۍ کې ورکړل شي.

نوموړې ته دا جایزه، په (نیرجا) فلم کې د غوره رول لوبولو له امله ورکول کیږي.

سونم ۳۱ کلنه ده او ددې کال په لومړیو کې هم د هند د غورې اداکارې په توګه د انډيا فلم فیستوال جایزه په میلبورن کې تر لاسه کړه.