سني لیوون په حیواناتو د ظلم او سرطان په اړه د پوهاوي کمپاین پیل کړی

د بالیووډ اداکاره سني لیوون له خلکو غواړي، چې د سرطان او حیواناتو سره د ناوړه چلند په اړه خپل غږ پورته کړي او ورسره تړلي لاملونه رابرسیره کړي.

د سني لیوون یوه لنډه ویډو چې پکې د سینې د سرطان او د سګریت څکلو د ضررونو په اړه عامه پوهاوی ورکوي، د ۲۰۱۷ کال د لنډو فلمونو جایزې ته هم نومول شوې ده.

سني لیوون په یو بیان کې له ټولو خلکو غوښتنه کړې، چې د ټولو ممکنه لارو څخه په استفادې د حیواناتو سره د ظلم او د سرطان په اړه د عامه پوهاوې په کمپاین کې برخه واخلي.

سني زیاته کړې: ((خوشاله ده، چې یاده ویډو د لنډو فلمونو جایزې ته ځانګړې شوه. په دې سره به د دې پیغام ګڼو خلکو ته ورسیږي.))

سني لیوون په ټوله نړۍ کې زیات مینوال لري، چې تازه يې د شارخ خان په ریس فلم کې د (لیلا) سندره کې ګډا کړې. یاده سندره په یوټوب کې تر ډیرو زیاته لیدل شوې سندره بلل شوې ده.