سني ليوون لومړی وزیر مودي او سلمان خان دواړه مات کړل

سني لیون یوځل بیا د ۲۰۱۶ کال تر ټولو ډیره لټول شوې اداکاره شوه. هغه له تیرو ۵ کلونو راهیسې په دې برخه کې اول راځي.

د ياهو شبکې موندنې ښييې، چې سني لیوون په انټرنيت کې تر ټولو ډيره لټول شوې اداکاره ده.

سلمان خان بیا د نارينو د کتار په سر کې شخص دی، چې تر ټولو ډیر لټول شوی. تاسې به فکر کوئ، چې دویم به نو شارخ خان وي؟! نه،،، امیتاب بچن هم نه دی!

په نارینو کې دوهم ډیر لټول شوی شخصیت وتلی کوميډن کپیل شرما دی؛ ورپسې امیتاب بچن او بیا شارخ خان او امیرخان دی.

په جینکو کې بیا بیفشه باسو دوهمه، ډيبيکا پاډوکون دریمه او کترینه کيف څلورمه ډیرې لټول شوې جینکۍ دي.

یاهو شبکه هر کال په هند کې ډیر لټول شوي شخصیتونه په ګوته کوي.