سنجيدت يو ځل بیا ښوونځي ته لاړ

د باليووډ د فلمونو وتلی لوبغاړی سنجيدت چې ددې کال په لومړيو کې له ۵ کلن بند څخه ازاد شو، د خپلو ماشومانو سره ښوونځي ته لاړ.

د هغه ماشومان (شاهران او اقرا) ډیر خوښ دي، چې پلار دوی سره يوځای ښوونځي ته لاړ.

سنجیدت وايي، چې دی تل غواړي، خپل ماشومان ښوونځي ته يوسي او بیرته يې راولي.

د سنجیدت د ماشومانو همصنفیان سنجیدت ډیر نه پیژني؛ فقط همدومره يې پیژنې چې نوموړی يې د دوستانو پلار دی.

نوموړی زیاتوي: ((شاهران او اقرا په بیلو صنفونو کې دي اما ښوونځی يې يو دی. د هغوی ټولګیوال ما ډیر په ګرانه زهن ته راوړي. ددوی زیات ما نه پیژني چې زه څوک يم او څه کوم. دوی فقط ما د خپلو ملګرو (شاهران او اقرا) د پلار په توګه پیژني. اما ددوی د ښوونځي ښوونکي بیا ډیر زما څخه چاپیر وي او د فلمونو غوښتنه کوي. په ځانګړې ډول د (مناباهي) فلمي سلسلسې بله برخه غواړي.))