پنجشنبه , 27 جون 2024

سنجيدت: سلمان خان مغررو دی

داسې باور و، چې سلمان خان او سنجيدت یو د بل خواږه دوستان دي؛ خو تازه سنجیدت د سلمان خان په اړه له توقع خلاف څرکندونې کړي.

د بالیووډ دا دوه وتلي ستوري یو د بل خواږه دوستان ګڼل کیده؛ ځکه یو وخت سلمان خان ویلي وه، چې که سنجیدت له زندان څخه ازاد شي، دی به يې ملمستیا وکړي.

خو دادې سنجیدت په تیره فبروي میاشت کې ازاد شوی، او ان سلمان خان يې ستړي مشۍ ته هم نه دی ورغلی.

تازه له سنجیدت څخه وپوښتل شوه، چې سلمان خان په یوه کلیمه کې تشریح کړي.

سنجیدت يې په ځواب کې د ((مغرور)) کليمه وکاروله او سلمان خان يې مغرور وباله.

اوس داسې اندیښنه ده، چې د سلمان او سنجیدت اړیکې مخ په خرابیدو دي.