پنجشنبه , 4 جولای 2024

سلمان خان د هېليري کلنټن ملاتړ کوي

د باليووډ سوپر سټار (وتلی ستوری) سلمان خان د امريکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د هېلیري کلنټن په ملاتړ د هغې د بريا هيله کړې.

سلمان په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: «کلنټن! هيله ده ته يې وګټې. خدای دې تاته تواني درکړي، چې اصول او بشري ارزښتونو په پام کې ونيسې.»

هېلیري کلنټن د امريکا د ډيموکراتيک ګوند نومانده ده چې د جمهوريت غوښتنوکو د ګوند له نوماند ډونالډ ټرمپ سره د امريکا د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره سیالي کوي.

ټاکل شوې، چې د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په ۸ مه ترسره شي.