پنجشنبه , 4 جولای 2024

سایشا سهګل: د فلمي لوبغاړي په توګه مې سلمان خان خوښ دی

سایشا سهګل د هند فلمي نړۍ ته په دې وروستیو کې د اجې دېوګن  شېوای  نومې فلم له لارې ورغلې او وايي، د فلم جوړونکي په توګه اجې دېوګن ته درناوی کوي؛ خو په خبره یې د خوښې وړ فلمي لوبغاړی یې سلمان خان دی.

نوموړې وايي، د نیکه دلیپ کومار په کلیزه کې مې د سلمان خان له لیدو وروسته پرېکړه وکړه، چې فلمي نړۍ ته باید لاړه شم.

سایشا هیله ښيي، چې له سلمان خان سره په یوه فلم کې د رول لوبولو فرصت ومومي.

د خپل لومړني فلم ډایرکټر اجې دېوګن په اړه نوموړې وايي، ښاغلی اجې د فلمونو یوه اوږده تجربه لري او ډېر ښه پوهېږي، چې د فلم لپاره له فلمي لوبغاړو څنګه کار واخلي.

سایشا د فلمي لوبغاړي سمت سهګل لور ده او په خپلوۍ کې د دلیپ کومار ‘ یوسف خان ‘ د مېرمنې سایره بانو لمسۍ کېږي.