د کرن جوهر او کاجول ۲۶ کلنه دوستي ختمه شوه

بالیوډ کې چې څنګه د دښمنو مثالونه ورکړل کیږي، داسې د دوستیو مثالونه هم شته.

د دښمنۍ او بیا دوستۍ یوه نمونه خو د سلمان خان او شا رخان تر منځ رشته ده.

خو د کرن جوهر او کاجول دوستي د شپږ ویشت کلونو پخوانۍ دوستي ده. دا دوستي نه یوازې دا چې د ډیرې زمانې وه بلکې یوه ټینګه او داسې دوستي وه چې خلکو یې مثال ورکاوه.

خو اوس داسې نه ده. دا دوستي که په دښمنۍ لا نه ده بدله شوې خو زړه بداوی او نارضایتي په کې له ورایه ښکاري.

داسې ښکاري چې د کرن او کاجول پر دوستۍ د کرن جوهر د فلم ’ای دل ہی مشکل‘ او د کاجول د میړه اجی دیوګن د فلم ’شوائی‘ ترمنځ راغلي کړکیچ ټکرونو دروند اغیز کړی.

د دواړو ترمنځ په ټویټر روانې جګړې ډیر بد شکل خپل کړی و او د دواړو ترمنځ ترینګلتیا له ورایه ښکاریده.

بي بي سي اردو په دې اړه په یو راپور کې ویلي چې کرن جوهر په خپلې بیوګرافۍ کې دا خبره په ‌ډاګه کړې چې دده او د کاجول ترمنځ د خوابدۍ سبب د هغې خاوند اجی دیوګن دی.

اوس به څرګنده شي دا دوه ښه دوستان تر کومه له یو بل خوابدي پاتې کیږي.