پنجشنبه , 27 جون 2024

د هندي سینما وتلی ډاریکټر ابیس ریزوي وژل شوی

د هندي سینما یا بالیووډ وتلی اداکار او فلم جوړونکی ابیس ریزوي Abis Rizvi د یکشنبې په شپه د استانبول په يو نایټ کلب د وسله وال برید په پایله کې ووژل شو.

د هندي سینما اداکاران او د هغه ملګري اوس د نوموړي په ویر سره راټول دي.

د بالیووډ یو اداکار رضا مراد پرون یکشنبه وویل، چې د نوموړي مړینه د سینمايي هنر لپاره تر ټولو ستره ضایع ده.

برید د یکشنبې په شپه د ترکیې په استانبول ښار کې په یو نایټ کلب وشو، چې پکې ۳۵ کسان ووژل شوه، او ګڼ نور ټپیان شوه.

ابیس رازوي همدا اوس په رور Roar فلم کار کاوه، چې په نژدې وخت کې به خپور شوی و.

په پېښه د هند لوړو رتبه چارواکو هم خواشینې څرګنده کړې.

د یادونې ده، چې په دې برید کې یو بل هندی تبعه هم وژل شوی، چې د کجرات ایالات اړوند و.