دوشنبه , 1 جولای 2024

د شارخ خان فلم ۹ کاله وروسته په جاپاني بدل شو

د باليووډ د کینګ (پاچا) شارخ خان فلم ((اوم شانتی اوم)) چې ۹ کاله مخکې خپور شوی و، اوس جاپاني ژبې ته دوبله (بدل) شو.

د فلم ډاریکټر فرا خان په خپل ټويټر لیکلي، چې د خوښۍ ځای دی، چې ۹ کاله پخوانی فلم ((اوم شانتی اووم)) په جاپاني دوبله کیږي.

اوم شانتی اوم فلم کې د شارخ خان سربیره ارجن رامپال او ډیپیکا پاډوکون هم کار کړی.