وروسته له دې چې د هند لومړي وزير نريندرا مودي، په يوه شپه کې د هندي پيسو د 500 او 1000 نوټونه بې اعتباره اعلان کړل، ورسره جوخت په هند کې ګڼ موافق او مخالف نظرونه هم راپورته شول.
د هندي سينما وتلو اداکارانو بيا د ښاغلي مودي د پريکړې هر کلى کړى او دا يې د هيواد د پرمختګ او په ادارو کې د فساد مخنيوي لپاره پر ځاى ګام بللى.
له اميرخان، شارخ خان، اميتاب بچن او اجي ديوګن وروسته، تازه اشواراى بچن هم د لومړي وزير د وروستې پريکړې هرکلى کړى او ويلې يې دي، چې د مودي د اوږدمهاله ليدلوري لپاره دا يو پر ځاى تصميم و. نوموړی زياتوي، چې په دې سره په اداراتو کې د فساد مخنيوى کيدلاى شي.
د اشوارارى بچن په وينا چې هر ډول تغير په اول کې ناراحته کوونکى وي، خو په اوږده مهال کې د موثريت لپاره بايد “ورترغاړې وځو”.
د يادونې ده چې د نومبر په 9 مه د 500 او 1000 نوټونه بې اعتباره اعلان کړل او پر ځاى يې د 500 او 2000 نوي نوټونه چاپ کړل.
هغه خلک چې هندي روپۍ لري، د ډيسمبر تر وروستۍ نيټې يې د هند په بانکونو کې بدلولاى شي.