د ايشوارای بچن د ځان وژنې خبر دروغ دی

په ټولنیزو شبکو کې له تیرو دوه وروځو راهیسې د بالیووډ د وتلې اداکارې اشوارای بچن عکسونه خپریږي، چې ګوندې نوموړې د ځان وژنې هڅه کړې ده.

اما رسمي خبري سرچینې وايي، چې دا خبرې یواځې افواهات دي او د اشوارای مينوالو ته تشویش وراچول دي.

د افواهي او بې اساسه خبرونو تمرکز په دې و چې اشوارای د خپلې خسرګنۍ سره په (ای ديل هی مشکل) فلم کې له کار کولو وروسته په جنجال اوښتې.

په باور يې، چې په ای ديل هې مشکل فلم کې د اشوارای او رنبیر کپور هاټ او عشقي صحنو د نوموړې خسرګنۍ په غوصه کړې او د اشوارای سره يې په جنجال لاس پورې کړې.

اشوارای بچن د امیتاب بچن اينګور ده او د ابیشک بچن سره يې واده کړی.

بل پلو اشوارای بچن ته نژدې سرچینو دا ډول خبرونه بې اساسه بللي او ویلې يې دي، چې اشوارای بچن د خپلې خسرګنۍ او ټولې کورنۍ سره ښې او خوشاله اړیکې لري.