پنجشنبه , 27 جون 2024

دنګل: ۷ ورځې ۲۰۰ کروړه پیسې

د وتلي اداکار امیرخان فلم (دنګل) په شپږو ورځو کې ۱۷۶.۹۸ کروړه پیسې ګټلي، ټاکل شوې چې د نن ورځې تر پایه دا فلم ۲۴ کروړه پیسې نورې هم وګټي تر څو ۲۰۰ کروړو ته ورسیږي.

دا فلم د سپورت ډرامه ده، چې نن به په اترا پردیش ایالات کې پرته له مالي ورکولو نندارې ته وړاندې شي. داسې اټکل دی، چې فلم به د نن ورځې تر پایه پوره پیسې وګټي چې ممکن له ۲۰۰ واوړي.

فلم په لومړیو دریو ورځو کې ۱۰۰ کروړه پیسې ګټلې وې.

دا د امیر خان پینځم فلم دی، چې ډیرې پیسې ګټي.