دوشنبه , 1 جولای 2024

جککي چن بالاخره د اوسکار جایزه وګټله

د هاليووډ وتلی اداکار جکي چن چې د خپلې غوره کارکردګۍ له امله په ګرده نړۍ کې شهرت لري، د لومړي ځل لپاره يې د اوسکار جایزه وګټله.

جکي چن وايي، چې دا يې له تيرو ۲۳ کلونو راهیسې ارمان و څو د اوسکار جایزه وګټي.

جکي چن له تيرو ۵ لسیزو راهیسې په فلمي ډګر لوبیږي او تر اوسه يې تر ۲۰۰ فلمونه جوړه کړي دي.

چن چې د اوسکار جایزه يې په لاس کې وه، وویل چې ویاړي د چين د هانکانګ دی. نوموړي د خپل ولس او خپلو مينوالو څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه: ((تاسې ددې لامل شوی، چې زه په مکرر ډول فلمونه جوړوم؛ له کړکیو ټوپونه وهم، لغتې او سوکان وهم او خپل هډوکي ماتوم.))