دوشنبه , 1 جولای 2024

جاويد اختر: د فلمونه له لاسه وتل، د ټول ملت ورکيدل دي

وتلی ليکوال او شاعر جاويد اختر وايي، چې د فلمونو له لاسه ورکول د يو مملکت ورکيدل دي.

نوموړی زیاتوي، چې فلمونه د هيواد په خلکو پراخ اغيز لري. که فلمونه غوره وي، د غوره ملت استازيتوب کوي. که فلمونه مبتزل او خراب وي، دده په وينا چې د يو مملکت د بربادۍ سبب کرځي.

نوموړی د هند په اوسنۍ شاعرۍ او فلمونه نيوکه لري او زیاتوي، چې اوسنۍ شاعرۍ تر ډیره بازاري ده او د مارکيټ لپاره جوړیږي.

د اختر په وینا؛ فلمونه هم اوس تر ډير په لوړو پوړو چارواکو جوړیږي او کارګره او غریبه طبقه له پامه غورځول شوې. اختر مخکې وايي، چې پخواني فلمونو تر ډیره د بې وسه خلکو ژوند انځورولو. اما اوسنیو فلمونو اصلي ټولنيزې ستونزې له پامه غورځولي دي.