د هندي سینما د شهنشا امیتاب بچن او امیرخان ګډ فلم کې به ځوانه اداکاره کریتي سانون مخکښ رول ولري.
امیرخان د دې ځوانې ادارکارې (کریتي سانون) په اړه جدي دی؛ او باور لري، چې نوموړې به د تل په څیر خپل ځان ثابت کړي.
توګاس اف هندوستان فلم د هند له ازادۍ څخه وړاندې د یو ګروپ توګاس کیسه کوي.
د یادولو ده، چې دا لومړی ځل دی چې امیتاب بچن او د دنګل فلم ستوری امیرخان یو ځای د سینما په پراخه پرده په یو ګډ فلم کې راښکاره کیږي.
دا فلم به راروان دیوالي کې خپور شي.