د راپورونو له مخې انجلينا جولي له خپل بيل شوي خاوند برايډپیټ څخه غوښتې وه، چې د ماشومانو په غوښتنه د راروان تينکس ګوينګ یا شکرانې ورځ ولمانځي.
دا ورځ په امریکا کې له ۱۷۸۹ کال څخه راورسته د هرې نومبر مياشتې په وروسته پنجشنبه لمانځل کیږي.
له انجلينا جولي بیل شوي خاوند يې چې ۶ ماشومان لري، ويلي، چې د خپلې کورنۍ سره دا ورځ نه لمانځي.
بل پلو سرچینې وايي، چې جولي ډیره خپه ده او له سګریت څښلو پرته نور هیڅ نه خوري او نه هم څښې.
ډاکتران د هغې د روغتیا په اړه انديښمن دي.