اوم پوري په مړینه هند لا څه ان پاکستان ژاړي

د بالیوډ د سینما یو وتلی اکټر اوم پوري د جمعې په سهار د شپږ شپیتو کلونو په عمر مړ شو. راپورونه وايي چې اوم پورې د زړه د حملې له کبله مړ شوی.

د سېنما د نړۍ پر مخکښو سربیره د سېمې سیاستوالو هم د اوم پورې په مړینه خواشیني ښودلې ده. نوموړې پر بالیوډ سربیره په هالیوډ او پاکستاني فلمونو کې هم کار کړی و.

اوم پوري د هندوستان په شمالي ایالت هریانه کې زیږیدلی و. نوموړې د خپل سینمايي سفر پیل په ۱۹۷۶ م کال کې د مرهټي ژبې د فلم ” ګاشي رام کوټوال “ څخه کړی و.

د نوموړي په ډيرو کتل شویو هندي فلمونو کې اکروش- ۱۹۸۰، اروهان- ۱۹۸۲، پکار- ۲۰۰۰، چاچي۴۲۰ – ۱۹۹۷ کال، ډان – ۲۰۰۴ کال شامل دي.

نوموړي په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې د هند په سینما کې ډیر وځلید خو نړیوال شهرت یې د د هالیوډ په څو فلمونو لکه ” د مزې ښار “ ولف او د ” چارلي ویلسن جګړه “ فلمونو کې له کار کولو سره تر لاسه کړه.

اوم پوري په بریتانوي فلمونو لکه ” زما زوی “ ” فاناټیک “ او ” ختیځ ختیز دی “ هم د کار کولو له کبله شهرت لري.

نوموړي د ډیسمبر په میاشت کې د خپلو څلور لسیزو کار په اړه په یو ټویټ کې ویلي و ”پښیماني نه لرم، د ځان لپاره مې ښه کار کړی… او زه پرې ویاړم.“

د هند د سینما وتلو ستوري لکه امیتاب بچن، اونو پام خیر، پرینکا چوپړا، سونم کپور او ګڼو نورو د دې وتلي سینمايي ستوري سټې مړینه یوه ستره ضایع بللې. امیتاب بچن په خپل ټویټر کې ویلي، باور یې نه راځي چې داسې یو له ژونده ډک اوم پورې دې داسې ناڅاپي له نړۍ ولاړ شي. نوموړې په خپل ټویتر کې زیاته کړې چې هغه بله ورځ د سرکار ۳ فلم د شوټینګ صحنې ته اوم پورې ورغلی او له ده سره یې لیدلې و.

انوپام خیر وايي، له تیرو ۴۳ کلونو راهیسې یې اوم پورې پيژنده هغه یو ستر هنرمند، او پر انسانیت میین انسان و.

په سیاستوالو کې د هند او پاکستان دواړو لومړي وزیرانو نریندارا مودي او نواز شریف د اوم پوري په مړینه خواشینې ښودلې ده.

په پاکستان کې رسنیو، هنرمندانو او سیاستوالو اوم پوري د هغه د هنر سربیره د پاکستان او هند تر منځ د دوستۍ د ټینګولو یو فعال بللی دی او د پاکستاني او هندي هنرمندانو تر منځ یې د اړیکو په نژدې کولو کې د دې هندي اکټر هڅې ستایلي دي.